تبليغاتX
پر خه
ادبي، ټولنيز او خبري ويبلاګ

ليك: احساس

 

په شمالي ولايتونو كې ادبي او ټولنيزې هڅې

 

له ۱۳۸۲ لمريز څخه راپدېخوا په شمالي ولايتونو كې په رسمي بڼه يو شمېر ادبي ټولنې او پښتو خپرونې منځ ته راغلې چې د ادب د لاپياوړتيا لپاره هڅې كوي.

د شمال ځوانان وتوانېدل چې پرته له كومو د ياد وړ مرستو ادبي ټولنې جوړې كړي او په لومړي ځل سره ځينې پښتو خپرونې د هېواد له ادبي كاروان سره ملې كړي.

په دغه راپور كې د شمال په هغو ولايتونو غږېږو چې تر دې دمه پكې د ياد وړ ادبي او ټولنيزې هڅې شوي دي.


د مطلب دوام
+  2007/12/26ساعت 22:7 :ليكوال ذبيح الله احساس  | 

مېلمه نظر

 

نن دې څنګه دا ګومان راباندې وكـــــــړ

چې دې شك د خپل جانان راباندې وكړ

لكه اوښــكه مې تر غېږې څنګه راغلې

ولې خيال دې د ګـــــرېوان راباندې وكړ!

چې نظر دې زما ســـــترګو كې مېلمه شو

والله دا دې لـوى احسـان راباندې وكــــړ

بس په دې باندې افســــــوس كوم زړګيه

دغه كار دې د شــــــــــيطان راباندې وكړ

 

۱۷ ۱۶ ۱۳۸۲ لمريز، كابل

+  2007/12/26ساعت 21:44 :ليكوال ذبيح الله احساس  | 

غزل

 

لاره د ســـــتړو هــوســـــونو وهي ســـــتړى نفس

په ژوندي تن كې مې اوســـېږي لكه مړى نفس

زمـــــونږه كلي كــــې هر چا لكه چې مينه كــــړې

د اســــــــــوېلي په رنګه اخلي هر وګـــــــړى نفس

لكه د دار تر ســـيوري لاندې چې تل ســـا اخلم

چې تر مــــــرۍ مې رارســــــــــېږي لكه پړى نفس

سـتا د راتلو او تلو تر منځ يوه شـــېبه ديدن مو

لكه د ژوند او مرګ تر منځه وي نيمګړى نفس

دومره په زغرده راته مه وايه چې ســـا دې باسم

دا واك د هغه دى چې چــا مـــــــاته راكـړى نفس

۲۸ ۵ ۱۳۸۳ لمريز

بغلان

+  2007/12/26ساعت 21:32 :ليكوال ذبيح الله احساس  | 

غزل

 

هلــــــته چينه كې يو تصوير دى زه يې نه پېژنـــــــم

په ايينه كـــــې يو تصـــــــوير دى زه يې نه پېژنــــــم

سپوږمۍ قربان دې شـــمه مستې وړانګې وغزوه

په توره شــــپه كې يو تصوير دى زه يې نه پېژنـــــم

باده! پلو ته يې څنډ وركړه چې را وخو ګـــــــــــوري

دې لــــــــــوپټه كـې يو تصوير دى زه يې نه پېژنـــــم

د زړه پتنګ مې ورنزدې شي خو ناګاره كړي ځـان

وايي ډيوه كـې يو تصـــــــــوير دى زه يې نه پېژنــــم

 

۲ ۵ ۱۳۸۰ لمريز

پېښور

+  2007/12/26ساعت 21:30 :ليكوال ذبيح الله احساس  |